Share Tools

پښتانه

د Afghan Wiki لخوا

ورټوپ کړه: ګرځښت, پلټل

په لرغونو شرقی آثارو کې (پښتون) معمولاً (دافغان) په نامه ياد شوی دی، خو يو شمېر غربی پوهان په دې عقېده دي چې دپښتون دکلمې سابقه تر افغان نه اوږده ده. او څه باندی څلور سوه کاله پخواله ۴٨۶ ق م) په خپل تاريخ کې پښتانه دپختويس يا پکتويس په - ميلاده ديونان ستر مؤرخ هېر دوتس ( ۴٢۶ بڼه ذکر کړي دي. دغه راز دوی وايی چې دپښتنو دملک يا پښتونخوا نوم هم همدومره زوړ دی او هېر دوتس په خپل همدې اثر کې دپکتيکا يا پکتويک په شکل ياد کړی دی. ددې پوهانو استناد، اکثره دهيردوتس دتاريخ پدالاندې عباراتو شوی دی:


(داريوش دوه تنه ددې خبرې دمعلومولو دپاره وګومارل چې اباسيند چېرته په سمندر ور ګډېږی.دغو ( دوو تنو خپل کار دکسپتيروس له ښاره او دپکتيکاله هېواده شروع کړ (١)

(نور هنديان هم شته چې دکسپتيروس له ښار او دپکتيکا له هېواد سره ګډ سرحد لري، [او] دنورو هنديانو شمال ته ميشته دي. (٢)

پختويس پوستينونه اغوستي وو او وطني لېندۍ او تورې يې ګرځولې ( ٣) هنري بيلو، هنری لوونتال، اولاف کرو، او دلنګوسټک سروې آف انډيا مولف جورج ګريرسن دهېردوتس په پورته عباراتو کې د .( (پکتيکا) او (پختويس) الفاظ په ترتيب دنننۍ پښتونخوا او پښتون دکلمو معادل ګڼي (۴)

جورج ګريرسن دپښتون کلمه دآريايانو دزاړه کتاب، ريګوېدا، دپکتاس. له کلمې سره هم مقايسه کوي او (ليکی چې دا دوه کلمې په ډېر غالب ګومان سره يوشی دي. (۵)

همدا پوهان دهيردوتس(اباروتی) له پښتنو (اپرېدو) سره يو شی ګڼي ( ۶) او معروف نارويژن ژبيو. (مارګنسټرن،هم وايي چې په صوتي لحاظ دا ممکنه ده چې(اپاروتي) او (اپريدی) سره يو شی وي (٧)

کرو لکه يو شمېر نورو پوهانو غوندې کسپتوروس ياکسپتيروس، چې دهېردوتس په پورته عباراتو کې دپکتيکا له هېواد سره يو ځای ديو ښار په توګه ياد شوی دی، له ښايسته اوږده بحث نه وروسته پېښور. (بولي او دا ددې خبرې يو بل دليل ګڼی چې دهېردوتس پکتويک يا پکتيکا هرو مرو پښتونخوا ده. (٨)

ځينې پوهان، لکه مارګنسټرن بيا دا نظريه ردوي چې دهيردوتس (پکتويس) ننۍ پښتون دی. دی ليکی: (لېسن او له هغه نه را وروسته نورو [پوهانو] پښتون دهيردوتس پکتويس بللی دی او دا فريدو نوم يې د [هير دوتس] له اپاروتي سره معادل ګڼلی دی.....دا وروستۍ خبره کيدی شي چې رښتيا وي، خوپه هيڅ ( صورت يقيني نه ده. مګر لومړۍ خبره بايد په فونالوجيکی او نورو دلايلو رد شي. (٩)

(موږ دمارګنسټرن ددې خبرې او ځينو نورو کمزورو تذکراتو په باره کې دهمدې فصل په پای کې يوه يادونه کې په يو څه تفصيل غږيدلی يو او دپښتنو دتاريخي مطالعې دځينو ټکو دپوره وضاحت په خاطر په دې ارزې چې لوستونکی يې يو وار له نظره تېر کړي).

کوم مطالب چې تردې ځايه په ډېر لنډډول يادشول، له هغو نه دا څرګنده شوه چې يو شمېر څېړونکی او معروف پوهان هېردوتس دپکتويک او پکتويس الفاظ له پښتونخوا او پښتون سره يو شی بولي او وايی چې دا دوه نومونه تخمين دوه زره کاله پخوا په لرغونو يوناني آثارو کې يادشوي دي.

اما د (افغان) دلفظ په باره کې ديو شمېر محققينو عقيده داده چې دا کلمه تر ټولو دمخه دايران دنقش رستم په هغې کتيبې کې راغلې ده چې په درې يمه ميلادي پېړۍ کې دساسانيانو ديوه واکدار، لومړي شاه پور،په هدايت په پارتی او يونانی ژبو ليکل شوې ده. (شپرنګ لن) په خپل هغه مفصل مضمون کې چې عنوان يې لومړنی ستر شاهپور دزردشت پر کعبه باندې دی، ددغې کتيبې دتشريحاتو په صمن کې يو ځای ليکي چې دی ددې کتيبې د (ابګان) يا (اوګان) (کلمې ته دمعاصر (افغان) له نامه نه بهتر معادل لفظ نه شی پيدا کولی. (١٠)

اولاف کرو وايی ددې دوو کلمو دارتباط ملاتړ دا حقيقت هم کوي چې دشاهنشاه شاهپور ډېر ملازمان هرو مرو هغه خلک وو چې دايران ختيځ ته پرتو سيمونه يې استخدام کړی وو. کرو همدغه راز وايی چې دساسانيانو يو امپراتور، درې يم شاهپور، هم د( اپاکان) په نامه چې (ابګان) ته بېخی ورته کلمه ده، يادشوی ؤ. کرو په پای کې وايی په (افغان) باندې د(ابګان) او (اپاګان) بدلېدل يو عادي امر دی او دا ټکی سړی دې ته رابولی چې ددرنو افغانانو اسلاف په همدا ساسانيانو او دهغوی په مسرانو کې ولټوي. (١١)

مګر ځينې نور محققين لکه ورتن ګريګورين بيا دنقش رستم د ( ابګان) او (افغان) دکلمو ارتباط او يووالی ته دشک په نظر ګوري او وايی چې سړی بايد ددغو کلمو په لفظی ورته والی باندې ونه غوليږي. ځکه دی وايی دپنځمې ميلادی پېړۍ په پرله پسې ډول همې ته ورته نومونو باندې ياد شوي دي. (١٢)

اما بايد وويل شي چې که دنقش رستم کتيبه ګې د (ابګان) کلمه ارمنيانو ته راجع وي نو بايد چې د (الوان) يا (اغوا) په شکل ثبت شوي وي نه دا چې د (ابګان) يا (اوګان) په شکل. ځکه کوم غربی مؤلفين لکه کروسنسکی، بيلو او نور چې دافغانانو او ارمنيانو په قومی ارتباط ډېر پخوا غږيدلي دي هغوی داسې ښيی چې په لومړي سرکې ارمنيان د (البان) په نامه يادېدل. خو وروسته دا کلمه په (اغبان) يا (اغوان) بدله شوه.

کروسنسکی پدې ارتباط ليکی: (اغوانان اصلاً دشېروان [اويا هغه] ولايت وو چې په قديم کې دسترې البانيا په نامه يادېده......[داغوانانو] نوم خپله ددې ښکارندوی دی چې دوی اصلاً دالبانيا دي. ځکه په البانی ژبه کې زموږ دلام توری د(غ) په توري بدلېږي. او زموږ (ب) د (و) په کانسوننټ بدلېږي او (پدې ډول د البان له کلمې نه اغوان جوړ شوی دی.) ( ١٣ بيلو هم داخبره کوي او وايی د (اغوان) نوم اصلاً لرغونو روميانو په ارمنيانو ايښی دی. دی وايی څرنګه چې ارمنيان دقفقاز په غزنۍ سيمه کې اوسېدل او په لاتينی کې ( غره) ته (البه) ويل کېږی نو روميانو دارمنيانو وطن د( البانيا) يعنی غرنی ملک په نامه ياد کړ او خپله ارمنيان يې (البان) يا (الوان) (يعنی دغرني ملک اوسېدونکی وبلل. بيلو وايی چې همدغه (البان) بيا په (اغوان) بدل شو. (١۴)

نو که دنقش رستم دابګان کلمه دآذربايجان لرغونو اوسېدونکو ته راجع وي بايد چې داالبان، اغبان يا هغوان په بڼه ليکل شوې وي نه داچې داګان يا اوګان په بڼه. ځينې وتلی پوهان دجورج مارګنټرن په شمول، بيا پدې عقيده دي چې د (افغان) نوم دلومړی ځل دپاره (يوه لرغوني هندي منجم (وراهه ميهيرا) د (اوګانه) په شکل ذکر کړی دی. (١۵)

دا منجم په خپل هغه اثر کې چې دشپږمې ميلادي پېړۍ په اوايلو کې يې تأليف کړی او (بړات-سنهيتا) نومېږي، يوځای ليکی: (دا لاندې دلکۍ لرونکي ستوري په قلمرو کې شامل دی: غرني سنګرونه، پهلويان، (څويتان، هونان، کولان، افغانان .....او غير عادل او جاه طلبه خلک.) (١۶)

(دلته دا خبره ديادونې وړده چې (اچ. کرن) چې (بړات-سنهيتا) يې ان په کال ١٨۶٩ کې په انګريزی ترجمه کړې ده، د(اوګانه) لفظ د (افغان) په شکل ليکی دی او دادې معنا لري چې کرن بېخی متيقن ؤ چې دوراهه ميهيرا داوګانه لفظ او دافغان نوم بېخې سره يو شی دي.)

جورج ګريرسن هم وايی چې دوراهه ميهيرا داوګانه لفظ په زياتره اطمينان دافغان له کلمې سره يو شی ګڼل شوی دي. ( ١٧ ) ځينې غربی محققين وايی چې يوه چينی زائر هم دخپل هغه سفر په خاطراتو کې د(افغان) يادونه کړې چې داومي ميلادی پېړۍ په اوله نيمايی کې يې کړی دی. اګزانډر کننګهم دهند لرغونې جغرافيه کې (داوپوکين يا افغان) تر عنوان لاندې ليکی: (چينی زائر هون څانګ او-پو-کين يوازې يو ځل په يوه لنډ عبارت کې ذکر کړی او دهغه موقعيت يې دفلنه [بنو] او (غزنی تر منځ دبنو شمال غرب او د غزنی جنوب غرب ته ښودلی دی.) (١٨)

کننګهم لږ وروسته بيا ليکی: (زه تقريباً متيقن يم چې دهون څانګ داپوکين مطلب هرو مرو افغان دی. داو-پو-کين کټ مټ معادل به اوګان وي. ځکه دچينی ژبې په سېلابونو کې دافغان لفظ تردې نه په زياتر صراحت نه شی ادا کېدلی.....اوکه خبره داسې وی نو داتر کومه حده چې ماته معلومه ده، ( دافغانانو تر ټولو نه قديم ذکر دی.) (۱٩)

د کننګهم له يادونو نه وچته ښکاری چې ده ته دانه ده معلومه چې په (بړات-سنهيتا) کې هم داوګانه کلمه راغلې ده. اما کوم معادل لفظ چې دچينی ژبې د (اپوکين) دپاره ښيی هغه د (بړات-سنهيتا) له اوګانه سره تقريباً بيخي مطابقت لري. د کننګهم له خبرونه داهم ښکارې چې هون څانګ داو-پو-کين يا افغانه کلمه دهغې په لغوی مفهوم دافغانانو د ملک په معنا استعمال کړې ده او بايد وويل شی چې داکار ډېر راوروسته هم وی دی.

ازرقی هروی دپنځمې هجری پېړۍ داولې نيمايی شاعر او دسلجوقيانو دکورنۍ مداح په هغې قصيده کې چې دآلپ ارسلان محمد سلجوقی دزوری، طغانشاه (مرګ: ٣۶۵ هجری) په ستاينه کې يې ليکلې ده وايی: زهری ګرسوی افغان شوی ای بادشمال (باز ګويی زهری پېش ملک صورت حال (٢٠) دا چې د(افغان) لفظ په لرغونو غير اسلامی آثارو کې څه وخت او په شکل راغلی دی، پدې باره کې قاطع او يقينی حکم ، يو څه احتياط غواړي. خو په اسلامی آثارو کې دانوم ان له قديم نه په بېخی صريح او متواتر ډول همدا دافغان په بڼه ثبت وی دی. څرنګه چې ددې ليکنې په څلورم فصل کې راغلي دي، دافغان نوم لږ تر لږه زر کاله پخوا په همدا نننی شکل په حدودالعالم کې ذکر وی او وروسته له هغه نه اسلامی مؤلفينو په پرله پسې ډول ياد کړی دی. اما دپښتون لفظ په اسلامی آثارو کې ډېر وروسته ثبت شوی دی. ترکومه حده چې ماته معلومه ده داسلامی دورې پخوانی معلم اثر چې دپښتون کلمه بيا بيا پکې راغلې ده، هغه دا خوند دروېزه مخزن الاسلام دی چې د ١۶٠٣ او ١۶١٢ ميلادي کلونو تر منځ ليکل شوی دی. اخوند دروېزه يو ځای کله چې دروښان پېر دزوی، جلاالدين په باره کې غږېږي ليکي:

( دغه لاپه يې په خوله کړه چې پادشاه دپښتنو يم ، پښتنو لره به ښه کړم ، پښتانه راپسې ځئ........پښتنو ټولی پرې وکړ...پښتون درست پده زبون شه....مغا ګډ په پښتانه شو. دجلال له بده پېله ګل پښتون مغل ( په دار کړ.) (٢١)

مخزن په پښتو ليکل شوی دی او يقين ته نژدې ګومان دادی چې که دپښتنو په باره کې له مخزن نه وړاندې ليکل شوي آثارو په پښتو وي، نو دپښتون کلمه به په هغو کې هم راغلې وي. ځکه خپله پښتانه ځانونه پښتانه بولی. خو خبره داده چې کوم اسلامی آثار چې په نورو ژبو ليکل شوي دي، په هغو کې پښتانه له ډېر قديم نه (افغانان) بلل شوي دي او په پخوانو اسلامی آثارو کې يې ملک هم، لکه څنګه چې ددې ليکنې په اتم فصل کې په تفصيل خبرې پرې شوي دي، د (کشور افغانی) ، (مرزافغان) (حدافغان) او (افغانستان) په نامه ياد شوی دی.

البته تاريخی شواهد داسې ښيی چې د (افغانستان) غيرپښتانه اوسېدونکی هم له ډېر پخوانه دغه ګډ کور ته منسوب اود (افغانانو) په نامه ياد شوي دي. ځينو مؤرخينو لکه محمود کتبی ، برهانالدين ميرخواند، عبدالزاق سمر قندی او نورو، لکه څنګه چې ددې ليکنې په اول فصل کې خبرې پرې شوې دي دڅورلسمې او پنځلسمې ميلادی پېړۍ د(افغانستان) ترکان او مغل هم بيا بيا افغانی مغل او افغانی ترکان بللی او هزارګان يې هم په مکرر ډول د (افغانی هزاره) په نامه ياد کړي دي. ٧١٨ هجری) له ځينو عباراتو اوبيانابو نه داسې - دسيفی هروی دهرات دتاريخنامې (تاليف ٧٢١ ښکاري چې دڅورلسمې ميلادي پېړۍ په اوله نيمايی کې هم دهغه وخت د (افغانستان) غير پښتانه اوسېدونکی (افغانان) بلل شوي دي. مثلاً کله چې سيفی دخپل وخت د (افغانستان) دپېښو په باره کې غږېږی ددغه ملک کردان په صراحت دافغانانو جزبولی. دی يو ځای دهغه وخت د (افغانستان) دواکدار ، ملک (شاهنشاه) ، له خولې ليکی: (.......افغانان سخت بې پروا،غله،خونی،فتنه انګيز او مېړني خلک دي، په تېره بيا داکدان چې زما په خدمت کې دي او هر يويې له رستم دستان او سام نريمان سره ډغرې وهي اورا پرزوی يې.......) (٢٢) په عمومی ډول پښتنو تل ځانونه پشتانه بللی دي او دافغانستان نورو اوسېدونکو او بهرنيو خلکو اکثره دافغانانو په نامه ياد کړي دي. يوازې په پخوانی هندکې پښتانه دپټانانو په نامه هم ياد شوي او ځينو نورو خاجيانو هم کله کله دهندوستانيانو په تقليد پښتانه پټانان بللی دي. خپله دپښتنو په اکثره فارسی ليکنو او حتی ډزرو پښتو اشعارو کې هم پښتون افغان بلل شوی دی او يو شمېر ليکوالانو او شاعرانو لکه آخوند درويزه او خوحال خان خټک بيا پښتون او افغان دمترادفو الفاظو په توګه استعمال کړي دي. دنولسمې پېړۍ له؟؟يلونه رادې خواته اکثره غربی ليکوالو او مستشرقينو د(افغان) کلمه په خاصه او قومی معنا د (پښتون) مترادفه بللې ده خو په علمه او سياسی معنا يې په مکرر او متواتر ډول دافغانستان داتباعو په مفهوم کړې ده او پدې ډول يې دافغانستان ټول اوسېدونکی، لکه څنګه چې ښايی ، افغانان بللي دي. دافغانستان په سياسی او فرهنګی حلقو کې هم له ډېر وخت نه رادې خواته دافغان لفظ دافغانستان داوسېدونکی او تبعه په مفهوم استعمال وی دی او پدې وروستيو وختو کې يې دا مفهوم بېخی دعام ذهنيت جزګرځېدلی دی. يوه ضروری يادونه : مارګنسټرن داسلامی دايرةالمعارف په همدې مضمون کې ځينې ښکاره سهوې هم کړي او ددې خبرې عمده دليل هم دوه شيه ښکاري.يو داچې دده دمضمون داصلی نسخې دليکنې په وخت کې هغه پخواني اسلامي تحريري اسناد چې دپښتنو په تاريخې موجوديت او اجتماعی حالت نسبی رڼا اچولی شی دومره نه وو راسپړل شوي. بل داچې خپله دمارګنسټرن تبحر هم په ژبنيو مطالعاتو کې و او دسيمې دتاريخی مطالعاتو او زړو متونو په ساحه کې يې ډېر کارنه وکړی.ځکه نو داڅه عجبه نه ده چې هغه په همدې ځای کې يوه ښکاره اشتباه هم کوی او ليکی چې غزنوي سلطان محمود (په يوه بله موقع کې په پښتنو ؟؟؟وکړ او سزايې ورکړه او دا خبره بيهقی پهه ډاګه کړې ده) (اسلامی دايرةالمعارف، ټوک ١،مخ ٢١٧ ) خو حقيقت دادي چې بيهقي په پښتنو باندې دسلطان محمود دحملو په باره کې يوه کلمه هم نه ده ويلې. البته دغزنويانو دعصر يو بل معروف مورخ عبتي، لکه څنګه چې ددې ليکنې په څلورم فصل کې په يوڅه تفصيل خبرې پرې وی دي. په پښتنو دمحمود ديرغل يادونه کړی ده. مارګنسترن په همدې ليکنه کې داهم وايی چې دابدالو اصل او نسب مجهول دی، خو دغلځو په باره کې دا امکان شته چې دنامه دتسميې وجهه يې يوعاميانه روايت وي. (اسلامی دايرةالمعارف، ، ټوک ١، مخ ٢١٧ ) که څوک دابدالو داصل او نسب په باره کې پداسې افسانه پسې ګرځی، لکه دغلجو دنامه په باره کې چې جوړه شوې ده، نور خبروته هېڅ ځای نه پاتې کېږی. ځکه چې په علمی مطالعاتو کې دغه راز يو بې بنياده روايت نه ديوې تاريخی حادثې د، رد دليل کېدلی شی اونه يې دائيد او نه په بحث ارزی. خو څرنګه چې مارګنسټرن يو لوی عالم ؤ او الاف کرو هم ددرانو په باره کې همدا خبره کوي، نو بايد هرومرو څه پرې وويل شي. اولاف کرو هم وايي چې (ددرانو اصل او نسب مجهول دی اوسترشاه عباس تر وخته پورې [دتاريخ] .( له تيارونه ، نه وو راوتی ) (دي پټانز، مخ-. ٩ دلته ، لکه نورو غوندې دکرو استناد هم پدې خبره چې بابر په بابر نامه کې داکثره هغو سيمو دپښتنو قبايلو او قومونو نومونه اخيستی چې يرغلونه يې پرې کړي خو دابدالو نوم يې سره له دې چې کندهار (١۵۵- يې نيولی دی، نه دی اخيستی. ( دي پټانز، مخ ١۵۶ بايد وويل شی چې په کندهار باندې دبابر دحملې او دکندهار دښار دنيولو په وخت کې دکندهار واکداران دوه تنه مغولی وروڼه شاه شجاع ارون، چې بابر يې شاه بېګ بولي او دهغه کشر ورور محمد مقيم دی. ځکه نو دبابر زياتره يادونې دهمدې وروڼو او دهغوی دمغلو حواريونو او نوکرانو او افسرانو په باره کې دي او دکندهار له پښتنو سره يې نه کوم ټکر کړی اونه په کوم بل لحاظ ددغې سيمې له پښتنو سره محشور شوی دی. ځکه نو بابر په کندهار کې نه يوازې ددرانو يادونه نه کوی ، بلکه بېخی دپښتون نوم نه اخلی. که بابر ددرانو پښتنو يادونه نه کوي داڅه عجيبه خبره نه ده. بابر د نورو پښتنی اقوامو او مشرانو نومونه، معمولاً، هغه وخت اخيستی چې ياد خپلو عملياتو او چور او چپاو په وخت کې ورسره مخامخ او يادکوم بل ضرورت پر بنا ورسره محشور شوی دی. علاوه پردې که په بابر نامه کې دابدالو نوم نه دی راغلی نو په آئين کبري کې خو چې له بابر نامې نه يو څو لسيزې وروسته ليکل وی او دهند دمغولو دعصر يو تر ټولو نه پخوانی اوډېر مستند اثر دی، په واضح ډول ذکر شوی دی. کله چې ابوالفضل دکندهار په شرقی مضافاتو غږيږې دوه واری (ابدالي قبيله ) يادوي او هغه ماليه ښيی چې ان دصفويانو ددولت په اول سرکې اويا خپله دمؤلف په قول دقزلباشانو په وخت کې پرې ( وضع وې وه. (ابوالفضل ، آئين اکبری،ټوک ٢،مخ ۴٠٣ علاوه پردې کله که په پښتنی قبايلو باندې دنسب دشجرې په اساس بحث کېږي، هلته نو بيا دا خبره چې ددرانو اصل او نسب مبهم دی، په يوه بل دليل هم بې ځايه ښکاري. دنسب دشجرې په اساس ابداليان دترينو يوه پښه ده او ترين هغه پښتني قبيله ده چې له بابر نه ډېر وړاندې په تحريري اسنادو کې ياده شوې ده. له دغو اسنادو نه يوه هغه کتيبه ده چې نقل يې ماته لوی محقق عبدالحی حبيبی راکړی دی. دا کتيبه په څورلسمه ميلادي پېړۍ کې دهغه يوه ماجت په دېوال ليکل شوې ده چې دغازی خان دډېرې په (بارکهان) کې واقع دی. کتيبه په فارسی ليکل شوې او پښتو ترجمه يې داده: ( دادملک پوياتور ترين موسيانی خيل مسجد دفيروز شاه په عهد کې په سنه ٧٧ هجری کې ودان شو) ددې ټولو خبرو په رڼا کې سړی ويلی شی چې ددرانو تاريخی هويت دومره په تياره کې نه دی پټ، لکه ماګنسټرن او کرو چې وايی. مارګنسټرن په اسلامی دايرةالمعارف کې يوه بله مغشوشه خبره هم کوي او وايی دانه ده معلومه چې په پخوا زمانه کې افغانان دسليمان له ره نه دغرب خواته څومره وړاندې خپاره وو، خودی وايی په پخوانو آثارو کې هيڅ داسې څه نه دی ويل شوی چې له غزنی نه دغرب پلوته دې دپښتنو سکونت وښيي. (اسلامی دايرةالمعارف، ټوک ١، مخ ۴١٢ ) دمارګنسټرن دا خبره هم له هغه څه سره اړخ نه لګوي چې په تاريخی اسنادو کې راغلي دي. په څلورم فصل کې به وښودل شی چې ډېرو اسلامی آثارو په هغې ساحې کې چې له هرات نه داباسيند تر غاړو پورې متداد لري، له قديم نه ، پښتانه ميشته بللی او ددغې سيمې مختلفې برخې يې په يوه يا بل نامه دپښتنو دنفوس داکثريت او دسکونت دقدامت له امله همدوی ته منسوبې کړې دي. همدې آثارو ، لکه څنګه چې په اتم فصل کې مفصل بحث پرې شوی دی، دڅورلسمې پېړۍ په اوله نيمايی کې يوه لويه سيمه د (افغانستان) په نامه ياده کړې ده. د پښتنو په اړه نوې څرګندونې د پښتنو په اړه ګڼ شمېر څېړونكو او لرغونپوهانو (په تېره په وروستيو درې پېړيو كې) اوږدې څرګندونې او څېړنې تر سره كړي دي. يو شمېر كورنيو دښمنانو او بهرنيو يرغلګرو كه له يوې خوا يې پښتانه د وسله وال تيري له كبله وژلي او بې كوره كړي دي خو له بلې خوا يې د غچ او كسات اخستلو له بابته دغه ستر او مېړني اولس ته فرهنګي زيانونه هم رسولي دي . ددې ولس لويه فرهنګي شتمنۍ يې يا لوټ كړې او يا خو يې له مينځه وړې ده . له دې سربېره بهرنيو (په سر كې انګليس او ايران د بېلګې په توګه يادوو) خپلو ليكوالو ته دنده سپارلې وه چې ددغه ټبر او توكم په هكله شكونه او غولونكي اندونه د خپلو څرګندونو له مخې ډاګيزه كړي. نو ځكه خو دښمنانو په دښمنۍ او دوستانو په ناپوهۍ داسې بې بنسټه خبرې چې ګنې پښتانه څوك دي او له كومه ځايه راغلي دي؟ چاغې كړي دي . له نيكه مرغه چې وروستيو څېړونكو دا خبره سپينه كړه چې پښتانه په خټه اريايان دي خو دا خبره يې هم ډاګيزه كړې چې يو شمېر د سيمې ليكوال او د لويديځو هېوادو څېړونكي رښتيا چې د انګرېزانو لاسپوځي وو او دغو (ګورګانيانو، صفويانو او قاجاريانو) لاسپوڅو د خپل ناسپېڅلي چوپړ له بابته د دغو سياسي او فرهنګي دښمنانو د خوښۍ لپاره داسې په ناسمو څرګندونو لاس پورې كړى چې سارى يې په تاريخ كې لږ تر سترګو كيږي. هخامنشيانو، ساسانيانو، تركانو، چينيانو، عربانو، چنګېزيانو، د هند ګورګانيانو او د ايران صفويانو او قاجارانو او نورو له افغانانو سره له سياسي دښمنۍ سربېره د فرهنګي دښمنۍ له كبله هم له دښمنۍ ډك چلند كړى دى. ولې يوه خبره بايد هېره نه كړو چې يو شمېړ څېړونكو او لرغونپوهانو د خپلې سپېڅلې دندې په رڼا كې زيار ايستلى چې د پښتنو او افغانانو د څرنګوالي او څومره والي په اړه بې پرې داسې څه وكاږي چې اوسني او راتلونكي نسلونه له تاريكي نه وژغوري او يوه سمه لاره ورته ور په ګوته كړي .ليكوالو او څېړونكو پخپلو علمي هاندو هڅو كې دا خبره سپينه كړې چې پښتانه اريايان دي او پښتو د هندو اروپايي ژبو څخه هغه ژبه ده چې په هندو اريايي څانګه كې راځي، بيا د دغې څانګې اريايي ډلګۍ كې شامليږي او د اريايي ډلګۍ په شمال ختيځ ښاخ پورې اړه لري … اوس چې لرغونپوهانو او ژبپوهانو بې بنسټو او غولوونكو اندونو او شكونو ته د پاى ټكى ايښى دى، اوسني او راتلونكي كول ته اړينه نه بريښي چې تېرې زړې ببولالې بيابيا پخپلو ليكنو كې را غبرګې كړي. وړانديز دا دى چې د ساينس او پرمختلې تكنالوژي په رڼا كې ددې اولس پيدايښت او پايښت د تاريخ او ژبپوهنې له مخې په نوي علمي ميتود نوې څېړنې پيل كړي . دا چې د كيس عبدالرشيد افسانوي شته والى په روايتونو كې لږې يا ډېرې ريښې ځغلولي دي دا د اوږده مهال خبره نه ده خو په دې ډول افسانوي خبرو غور غوره بريښي لكه ستر كهزاد چې په ورته څېړنو تياره ګوټونه رڼا كړي دي. په تېره د غرغښت يا ګرشاسب په څېړنه كې چې له يوې خوا يې دخپلو علمي څېړنو نچوړ وړاندې كړى او له بلې خوايې د ستر شاعر "حكيم اسدي طوسي" شعرونه تفسير كړي او څېړلي دي . نوموړي په دغه كتاب كې د بيټني (بيټ=اتريت)، سړبن (سروند) او په تېره د غرغښت (ګرشاسب = غرشاسب…) په اړه اوږدې خبرې كړي دي او داسې يې په ګوته كړې چې دغه پښتون 3000 ) كاله د مخه ژوند كړى دى . "كه چېرې د اوستا له مخې ددغه ستر اّتل د ژوند - مېړه د ( 2400 نېټه وسپړو … نو د غرغښت –ګرشاسب ژوند د 2400 او يا 3000 كالو په شاوخوا كې اټكلېدلى شي … زه ددې اند پلوى يم او تايْدوم يې ." (وګورۍ غرغښت يا ګرشاسب كهزاد لومړى مخ). فرانسوي لرغونپوه "دارمسټټر "ګهرشاسب" د كابل د يوه اّتل په نوم پېژني . دارنګه تاريخپوه كهزاد بيټ نيكه يا بيټن له دې سربېره د "اترت" په نوم هم ياد كړى دى او ډاګيزه كړې يې ده چې دا د اوستا په كتاب كې راغلي نومونه دي كه چېرې "اترت" د "اترط" په بڼه هم وكاږل شي كوم باك نه لري .نوموړي د اترت (بېټني ) په اړه ليكلي دي: "اترت د نورو شهزادګانو په پرتله ډېره واكمنۍ چلولې ده …" (غرغښت، ګرشاسب كهزاد 8 مخ) همدا راز د هېواد نامتو تاريخپوه غبار په دې اړوند كښلي دي: "… ډېر نامتو اتلان زموږ د هېواد په سيستان كې را پورته شوي چې دغه اتلان د جمشيد له پښته دي… جمشيد چې د زابلي كورنګ شاه له لور سره واده وكړ له هغې څخه د "تور" په نوم زوى وزېږېد . له هغه څخه "شيد سپ" له نوموړي څخه (تورګ) او له طورګ څخه "شم" له هغه څخه "اثرت" او له نوموړي څخه "ګرشاسب" (غرشاسپ) او له ګرشاسپ څخه "نريمان" له هغه نه "سام" له سام نه "زال" او له زال نه "رستم" وزېږېد ." (تاريخي جغرافيه 277 مخ) د سيستان په تاريخ او "احياى الملوك" كې هم ددې خبرې پخلى شوى چې د" اثرت" زوى "ګرشاسپ" د خپل سفر په ترڅ كې د انار او خرما ونه وليده 128 مخزيږدي كې ) - چې له بابته يې دسيستان بنسټ كېښود . داسې هم ويل كيږي چې ساكان په ( 136 دغې سيمې (زرنګ =سكستان=سيستان=سجستان) ته راغلل نو ځكه دغه سيمه په يادو شوو نومونو ونومول شوه. د هېرودت له انده كاږو: "… اروپايي ساكانو ځانونه "سكلت" Scoolotes … بلل داريوش هم ساكانو "سكه" بللي دي …"(پښتو او پښتانه … 2مخ) . ولې هغه اريايي ساكان چې مخ په مينځنۍ اسيا را مات شوي دي دا د هغو ساكانو پاتې شوني دي چې د اومې مخزيږدي پېړۍ په ړومبيو كې د قفقاز له غرونو را واوښتل نو ځكه خو "د ساكانو ژبه سره توپير لري او لويديز ساكان له ختيزو ساكانو سره د ژباړن په وسيله خبرې اترې كوي " (كله چې ساكان د اوسني افغانستان ځنو سيمو كې ځاى په ځاى شول او بيا كله چې د واك او تاج څښتن شول نوموړي د هېواد شمال ختيزې او شمال لويديزې سيمې ونيولې او بيا يې هر لوري ته مخه كړه چې په پاى كې ان تر هندوستانه پورې پر مخ لاړ .په ښكاره خو افغانانو (پښتنو) د غزنوي محمود او نورو غزنوي شاهانو د لښكر يوه ستره برخه جوړوله . مګر په غور مېشتو هغو خپله ازادي ساتلې وه او ښايي داسې شاهان يې درلودلي چې اّره يې 158 مخ ) ډېرو لرغونپوهانو او - د لرغوني اّريانا يوه ضحاك نومي ټولواك ته رسيده . (الفسټن 9 څېړونكو ضحاك د سهاك مترادف ګنلى نو ځكه خو "همداسې اساطيري " ضحاك كيداى شي ديو تاريخي واقيعت "سهاك" زبات شي .(زيار 142 مخ) لكه څنګه چې د ضحاك په اړه اساطيري انګېرنې ځاى ځاى د افغانستان په لرغوني تاريخ كې ګورو دا رنګه د غرغښت، بيټن ، سړبن (اترط ، ګرشاسب سرند) افراسياب، هوشنګ ( ،Hio Shengah )، يما (يم-جم-جمشيد) او د نورو په اړه هم اوږدې څرګندونې شوي دي گ كه چېرې ضحاك د" ساكو" معرب وي نو ساكانو خو د افغانستان په لرغوني تاريخ كې وړ ځاى تر لاسه كړى دى او د داسې يوې لويې واكمنۍ بنسټ يې كېښود چې پاتې شونو يې په لسګونو كلونو حكومت وكړ گ هغه مهال چې هخامنشيانو د شپږمې مخزيږدي پېړۍ په شاوخوا كې په افغانستان تېرى وكړ په پرلپسې توګه يې ( 539 ق م – 545 ق م ) يو د بل پسې باختر، ستا ګيديا (د افغانستان مركزي سيمې)، سيستان، بلوچستان او د ګندهارا سيمې لاندې كړې ولې افغانستان شپږ كاله د "كوروش" له پوځ سره جګړه وكړه چې په پاى كې د هغې خونړۍ جګړې له بابته چې په كاپيسا كې پېښه شوه پخپله كوروش په 529 ق م كال كې ووژل شو. دا د ليكلي تاريخ يوه پاڼه وه چې ددې جګړې يادونه كوي خو لكه څنګه چې د لرغوني باختر د بنسټ په مهال ليك او لوست نه وو چې د هغه مهال ټولې فرهنګي شتمنۍ يې د كتاب په بڼه كښلې واى نو ځكه خو نا لوستو دغه پېښې د اولسې كيسو په بڼه (پلكور) سينه په سينه او خوله په خوله له يوه كول نه بل كول ته غبرګې كړي دي … اوس نو څېړونكي دېته اړ دي چې اساطيرو، اولسي كيسو او يا لږ ترلږه لرغونو اوستايې او ويدي اثارو ته پاملرنه وكړي او د يوه عالم خبره چې "تاريخ په افسانه كې دي" په دغه بنسټ خپلې ليكنې بشپړې كړي د ساري په توګه "هيوشنګه" .Hio – Shengah سره ډېر ځله په اوستا كې د "پره دات " پيشدادي نسبتي صفت راغلى دى او بيا "پيشداديان " زموږ په لرغوني تاريخ كې وړ ځاى لري . كه چېرې "هوشنګ" داريايانو لومړى نيكه ګڼل شوى په "ويدي" سرودونو كې بيا د اريايانو لومړۍ مور او پلار "يم" او "يمي" ګڼي . بيا زموږ د هېواد په لرغوني تاريخ كې لكه څنګه چې پيشداديان پېژنو دا رنګه "يم، يما، جم او جمشيد" هم پېژنو . د اوستا په لرغونو "ګاټونو " كې "يما" د "يمه" په بڼه كښل شوى دى . غرشاسپ يا ګرشاسپ هم په اوستايي متونو كې د يوه ستر او زړور اتل په څېر په ګوته شوى دى او زياته شوې ده چې دغه اتل تر كابله را ورسيد (كابل د واكرته په بڼه انځور شوى چې بيا په پهلوي كاپول ژباړل شوى دى) او په يوه ښكلې نجلى مين شو… "د سيستان د تاريخ په حواله د ښار بنسټ ګرشاسپ ايښى دى ." (لرغوني اريايان خيرمحمد ساد 96 مخ) له يوې خوا څېړونكي كاږي چې د سيستان بنسټ "غرشاسب" ايښى او له بلې خوا كورني او بهرني څېړونكي په دې اند دي چې د سيستان نوم د ساكانو د ټبر نسبتي نوم (سكه، ساك، سهاك، سيستان، سكيستان، سكيتان، سستان) دى . په تاريخ كې ځنو څېړونكو د ساكانو په اړه دا څرګندونې هم كړي چې دغه ټبر په لومړي سر كې دوه مهمې پلازمېني جوړې كړې . لومړى چې دغه توكم د پامير د غرونو څړځايونو ته ور شېوه شو نو بيا يې د يوې وړې واكمنۍ بنسټ كېښود او د "كنګ دژ" (د اوسني كندز نوم هم له دغه نوم نه اخستل شوى دى) سيمه د دوى د واكمنۍ پلازمېنه ځكه ګڼل شوې هغه مهال چې ساكان د اّمو له سيند نه راپورې وتلي نو ښايي چې دغه ځاى يې نيولى وي . له دې سر بېره داسې روايتونه هم شته چې ښايي په "كنګ دژ" كې به يوه شاهي ماڼۍ له پخوانه ودانه وه چې د افراسياب له تېښې وروسته "كياني" ټبر دغه ځاى لاندې كړى وو . د ساكانو دويم ټاټوبى او د واكمنۍ لويه پلازمېنه يې په سيستان كې تېره شوې چې ان تر هندوستانه پورې رسيدلي دي او لرغونپوهان په دې اند دي لكه څنګه چې د مخه ورته اشاره وشوه د ياد شوي نوم اصلي ريښه د دوي له نوم نه را ولاړه شوې ده . كه چېرې ضحاك "سهاك" وي اويا "ساك زايي" اسحق زايي وي نو ددې كلمې اصلي بڼه "ساك" دى چې په ډېرو لرغونو متونو كې د "ساكا" په بڼه كښل شوې ده او په هخامنشي ډبرليكونو كې دغه كلمه د " saka " په بڼه انځور شوې چې په تورات كې "اشكوز =اشكناز" په يوناني متونو كې " Skuthui " ياده شوې ده . په لندن كې خپور شوى او ژباړل شوى د هيرودت " Herodotus 215 مخ ) چې د ځنو قومونو نومونه – " نامتو اثر (كال 1954 په كې راغلي دي له ساكانو سربېره "اپارتي"، باكتريا Bactrains پكتيكا ، Pactyica او نور گ همدا ډول "ايران د هخامنشيانو په مهال" كتاب كې هم ډاكتر مرتضى احتثام ( 158 مخ) يادې شوې خبرې پخپل ګټور اثر كې را غبرګې كړي دي كه چېرې د بېلابېلو څېړونكو غبرګونونه له پامه تېر كړو وبه ګورو چې ډېرو لرغونپوهانو ساك "سهاك" ګڼلي، اپريتي يې "اوسني اپريدي" ښودلي، بختيان يې "پختون = پښتون= پكتون" په ګوته كړي دي .تازيان اندر حصاري قافله درقافله "بختيان " اندر صحاري كاروان در كاروان "فرخي" كوهها در هم شكسته ابرها بر هم زدند تازيان اندر عنان و بختيان اندر مهار "مسعود سعد سلمان" بختيان چو نوعروسان پاى كوبان درسماع اختران شب پلاس وچرخ كوهان ديده اند پختګان "بر"چون بختيان افتان و خيزان مست شوق ني نشاني ازمى وساقي ومى دان ديده اند "خاقاني" اويادا: بختيان نفس من كه جرس دار شوند ازدهان جرس افغان خراسان يا بم "خاقاني" دارنګه "سراولف كېرو" هم په ساساني پېر كې د"درانيو" او "يوسفزو" يادونه كوي له دې سربېره يو شمېر څېړونكي او لرغونپوهان باميزايي باميزيان بولي چې د اوسني باميانو په شاوخوا كې مېشت او ودان وو گ اكاډميسن جاويد پخپل كتاب اوستا كې كاږلي چې په "اراكوزيا " Arachosia " كې هغه سيمې راځي چې اوس د غزني، سليمان غرونو شاوخوا سيمې تر اندوس پورې په غېږ كېنيسي او د دغه نوم اصلي ريښه "الكوزى" دى (اوستا –جاويد 26 مخ) د الكوزي =اراكوزي د كلمې په اړه په اوستا كې هم يادونه شوې او دا كلمه د Harahwati په بڼه كښل شوې، دا رنګه په يوناني ليكدود كې بيا دا كلمه Arachosia په شكل انځور شوې ده گ له يادو شوو څرګندونو نه ډاګيزه كيږي چې پښتانه اويا هر قوم او ټبر يو ناڅاپه د نړۍ پر مخ نه دى پيدا شوى. هرومرو يې يو لوى تاريخي واټن تر شا كړى دى. په تاريخ كې داسې ډېرې بېلګې لرو چې د سړيو نومونه د ځايونو نومونه بيا بيا له يوه نسل نه بل ته را پاتې او تکرار شوي دي .


د پښتنو د لمر ځلښت په تاريخ کې د پښتنوالي روح، لكه لمر داسي دى، چي هر وخت په برېگښ او ځلښت كي و او دى. د پښتنوالي اخلاق او د پښتنو روحي او عقلي مزاج او د دوى معنوي جذبات او غرايز، د دوى سپېڅلي مشاعر داسي دي، چي هيڅ وخت يې ځان نه دى پټ كړى او پښتون ته يې تاريخي لوړتوب او شهرت هم بخښلى دى، په زړو اّريانانو كي تقريباً درې تر څلورو زرو كالو د مخه هم پښتنو شهرت درلود. د هند په زاړه كتاب ريګويد كي د دوى نوم په "پكنه" سره راغلى دى. او په هغو لسو كامونو كي شمېرل سوى دى، چي دوى د اّريانانو زوړ تاريخي جنګ كړى و. نينوس او سميلراميس د اّشور شاهانو د خپل عظمت په وخت كي هم پر باختر خپلي حملې كولې، اما د دې ځاى خلكو سخت جنګونه ورسره وكړه د اّشور د ميخي خطو زاړه اّثار چي پيدا سوي دي، دا ښيي چي 1100 كاله تر مېلاد د مخه يو اّشوري بريالى تګالات فالازار Tagalath Phalazar په دوڅلوېښتو قبيلو كي اراكوتو(ارچوتوس)، هراهوتي او نيسع او نيسا هم ذكر كوي، مګر دغو قبايلو دا فاتح بيوته مات كى او ځان يې اّزاد كى اركوتو(ارچوتوس) خو د يونانيانو اّراكوسيا Arachosia يعني قندهار دى، چي په پهلوي رخوت وه او عربو رخج او رخد كړ هراهوتي harahuate چي په اوستا كي هم راغلى او په ريګويد كي سوس وتي ذكر سوى دى، ارغنداو دى اما نيسع يا نيسا غالباً اوسنى نېش دى، چي د قندهار شمالي مغربي خوا ته كاين دى او د زاړه مدنيت اّثار هم پكښي ښكاريږي، او مسعودي اسلامي موْرخ( 332 ه) د بست او داور او رخج سره يو ځاى د(نېس) په ډول راوړى دى له دې څخه ښكاره سوه، چي پښتانه پخوا هم يو توريالى قوم و او د پرديو مريي توب يې نه مانه. 480 ) كاله اوسېدى، پښتانه د "پاكتويس" - هيروډوټس د يونان زوړ موْرخ چي تر ميلاد د مخه ( 425 Paktves. په نامه او د پښتنو اوپرېدي قبيله يې"اپاروتي" راوړې ده د موْرخينو پلار هيروډوټس وايي: "هغه خلك چي د هند شمال ته د"پاكتي ايكي" په مملكت كي پراته دي، د هستوګي ډول يې د 465 ق م) - باكتريانو(بلخيانو) دى، دوى خورا توريالي او جنګيالي دي، چي د خشياراشا( 486 هخامنشي فاتح سره وه او پوستينان يې اغوستي وه، لويي_لويي د غشو لېندۍ او خپلي وطني چړې(پېش قبض) يې درلودې" هلبرانټ Hellebrandtr: ليكي "په ريګويد كي راغلي دي، چي په اّراكوسيا(قندهار) كي يوه قبيله ده، چي (واسوديوا يې باچا او د ده زوى سوداس) و، دې قبيلې د سنده تر روده پوري برى وموند او جنګي كارنامې يې د افسانو او نقلو 327 ق م) چي مقدوني سكندر د افغانستان پر خوا - په ډول مشهوري وې تر ميلاد د مخه( 329 هندوستان ته تېرېدى، پښتنو د دې بريالي سره خورا سخته مقابله وكړه، د قندهار خلكو د ده سره جګړې وكړې، د نورو پښتنو په غرو كي هم سخت زحمتونه پر ورغله، د صوات په لته كي د يونان دا فاتح چي ټوله اّشيا يې نيولې وه، ټپي هم سو . د سكندر سره د پښتنو مقابله خورا شهرت لري، د پښتونخوا يو غر په يونانيانو كي خورا مشهور دى، چي د يونان زوړ افسانوي پهلوان"هركول" هم دا غر نه و نيولى، مګر سكندر پر دې غره يرغل وكئ او پښتنو ډېر يونانيان پكښي مړه كړه. سكندر په پاى كي مجبور سو او له بېري پر شا سو، وروسته چي پښتنو دا ځاى تخليه كئ، نو سكندر ځني تېر سو، يعني سكندر په خپل قوت پښتانه نكړه مات. اّريان او كنټ كورث د دې غره قوم Arne اّرن) مګر يو بل موْرخ ډيوډوره يې ) Arnas ليكي چي دا غر په تاريخ كي "عجيب غر" بلل سوى، چي د پښتنو د مېړاني په سبب چا نسواى مسخر كولاى او سكندر په خورا زحمت او داسي تلفاتو تر "پښتونخوا" تېر سو، چي ډېر سپاهيان يې مړه او نور خورا په ستونزو سوي وو. د ډيورډور موْرخ په قول، نو ځكه سكندر د پښتنو له بېري بېرته هند ته پر دې خوا نه راغى، ناچاره سو چي د بحيرهْ عرب پر خوا ځان ايران ته ورسوي، او ډېر عسكر يې د لوږي او تندي څخه د بلوچستان په ريګو كي مړه او په 324 ق، م كي يې ځان فهرج ته ورساوه، تقريباً درې كاله يې د پښتنو له لاسه ناورينونه وليدل. البرمالي موْرخ ليكي: چي د پښتونخوا په خاورو كي د يونان سپاهيانو داسي بدي ورځي وليدې چي دوى به دا خيال كاوه، چي د خپلو زړو پهلوانانو عمليات نوي كوي، دلته په دوى كي هم چمونه وسوه، لكه دوه ويشت پېړۍ وروسته چي په دغه ځاى كي پر انګرېزانو راغله له دغو تاريخي بياناتو څخه ښه څرګنديږي، چي پښتانه له پخوانو پېړيو څخه دغسي مستقل او اّزاد او په مليت مغرور او توريالي او ګړندي وو او د دوى د پښتنوالي روح په هغه وختو كي هم ځلېدى او شهرت يې درلود، چي ټولو موْرخينو د دوى ښېګړي ذكر كړي او د اّريانانو په زړو كتابو كي يې نوم هم ذكر سوى دى. د ګريكو بوديك مدنيت صنايع د هر مدنيت او هر ثقافت نمايندګي په ښه ډول كوي، حتى ډېر ځله پوهان په صنايعو څخه د مللو افكار او روحيات هم معلوموي پر صنعت باندي، محيطي عوامل او سياسي او تاريخي حوادث هم اغېزه كوي. يو صنعت چي له يوه محيطه بل ته نقل سي په دې نوي محيط كي نوى رنګ مومي او د دې محيط پر تقاضا ځان سم كي، لكه د مخه چي مو وويل د سكندر د فتوحاتو پر وخت په پښتونخوا كي ډېر يونانيان پاته سوه او چي سكندر ولاړ نو دوى په باختر كي يو سلطنت جوړ كى، دوى خپل يوناني ثقافت او مدنيت ورسره راوړى و، وروسته 600 كاله تر ميلاد دمخه د هندوستان د بودا دين هم دې خوا ته راغى، دا دوه مدنيته سره ګډ سوه، د پښتنو روحي تجليات وو، چي دلته يې يو تاريخي مدنيت چي نه د هند و، نه د يونان ايجاد كئ، دا مدنيت او صنعت چي د پښتونخوا د خلقو قريحې او د دوى محيطي او اجتماعي او روحي عواملو منځ ته راوړى و، د اسلام تر راتلو پوري دلې و، په باميان، باختر قندوز او د كابل شمالي خواوي، هډه، پېښور، ټكسيلا او د اټك ها خواته يې ډېر ښه_ښه اّثار اوس هم موندل كيږي. د دې صنعت نفوذ اوسنيو موْرخينو لكه: هاكن فرانسوى، فوشه، جون مارشل انګليس، ګوډار او نورو په ښه ډول پلټلى دى او دا را ښكاره كوي، چي د پښتنو تاريخي عظمت د صنعت او فكر او فلسفې او سياست له خوا هم خورا ټينګ و. او اغېزې يې په هند كي تر كشميره پوري تللي وې، لكه د كشمير د ډورك او ټكسيلا د اولي اونك ستونونه چي دا اغېزې ښه ښكاره كوي د عربو او اسلام برى موږ د مخه د پښتنو د روحياتو په بحث كي وويل، چي دوى زاړه مبادي ښه ساتي او چي نوي مبادي يې ومنل بيا يې نو ژر پرېږدي. د اسلام مقدس دين چي پښتنو ته راغى، نو دوى لومړى د مسلمانانو سره ډېري سختي مقابلي وكړې، مګر وروسته چي دوى دا مقدس دين قبول كئ، نو يې داسي فداكارۍ ورته وكړې، چي يو لوى مملكت، لكه هند د دوى په توره د اسلام په دين مشرف سو. احمد بن يحى بغدادي اسلامي موْرخ چي په بلاذري مشهور دى په( 255 ه) كي ليكي: "د هجرت په 30 كال ربيع بن زياد بن انس حارثي د سيستان له خوا په هرمند او داور راغى او وروسته يې بست او زابل(قندهار) فتحه كړ، مګر د سيستان د رزنج خلكو خپل اسلامي امير ايستلى و، نو حضرت علي(رض) بېرته د جمل تر جنګ وروسته ونيوى، د حضرت معاويه(رض) په عصر كي بيا مسلمانانو هغه ځايونه ونيول، چي خلك يې له اسلامه بېرته اوښتي وه، كابل هم په دغو كي و، وروسته بيا د كابل پاچا رتبيل مسلمانان و ايستل، مګر بېرته مسلمانانو كابل، بست، رخج، داور ونيول، 86 ه) په عصر كي بيا د رتبيل سره جنګونه وسوه او دا خواوي له 30 څخه - د عبدالملك بن مروان( 65 بيا تر 100 ه كاله مسلمانانو څو واره فتح كړې" په دې ډول پښتنو لومړى د مسلمانانو فاتحينو سره كلكي مقابلې وكړې، مګر وروسته چي د اسلام په پاك دين سو، نو بيا يې دې دين ته ښې فداكارۍ وكړې، هغه وخت چي د سند اسلامي فاتح محمد بن قاسم د 90 هجري كال په حدودو كي ملتان او سند فتح كول، د دې اسلامي بريالي سره پښتانه هم وه او پر هغه خوا يې اسلام خپور كئ . په ( 375 ه) كي د پښتنو لوديانو څخه يوه بريالي شېخ حميد په ملتان كي د سلطنت اساس كېښود، دې پښتون او د ده كورنۍ تر ډېره په پښتنواله خپله پاچهي وچلوله او د هندوستان د راجګانو څخه يې ځان وساتى. وروسته چي امير ناصر سبكتګين په 367 ه كي د غزني پاچا سو، پښتانه د دې پاچا ملګري سوه او دې پاچا هم د زابل(قندهار) له پښتنو سره خپلوي وكړه، ځيني موْرخين وايي، چي د ده په لښكر كي چي د هندوستان د حملو دفاع يې كوله، دوه زره يا لس زره ، پښتانه وه د ملتان له لوديانو سره هم د سبكتګين د خپلوۍ له امله دوستانه روابط درلوده. تر دې وروسته د سبكتګين زوى زابلي محمود چي مور يې د كندهار پښتنه وه، د غزني شاهنشاهي لوړه كړه، پښتنو د خپل خوريي سره ډېر كومكونه وكړه ، د هندوستان فتوحات او د بخارا، ايران برى ټوله د پښتنو په تورياليتوب وه، يميني د غزنوي عصر موْرخ وايي: چي پښتانه د اجل په څېر يا د وږي زمري په ډول پر غليم ورتله، پر كوتلو خاته، لكه برېښنا پر زنګلو ننواته، لكه هوسۍ پر غرو لوړېده، لكه سېل په غرو كي شېوه كېده" يو پښتون د هندوستان په فتوحاتو كي د پښتنو مېړانه په دې بيتو كي په فخر او حماست بيانوي: تر كو نامردو داسي ودنګل له نام و ننګه زه يو پښتون وم چي ولاړ وم د سلطان تر څنګه توره په لاس په سره اور د عرصات وختم له بت شكن سره به دژ د سومنات وختم پښتانه موْرخين د پښتنو جنګي مشرانو او ملكانو نومونه، چي د سلطان محمود په لښكر كي وه، بيانوي، يو جنرال يې خالو خان و، په دې لنډۍ كي هم له ګومله د دې جنرال د لښكرو راتګ ښوول سوى دى: چي د خالو لښكري راسي! زه به ګومل ته د خپل يار ديدن له ځمه دغه د پښتنو كومك و، چي د محمود زوى مسعود د ايران په فتوحاتو كي موْفق او وروسته يې وغوښته چي ولاړ سي، بغداد هم فتح كي او د اسلامي خلافت مركز غزني ته رانقل كي او غزنوي شاهان د ايشيا او اسلام په پاچهۍ ومنل سي تر غزنوي پاچهانو وروسته د غور پښتانه بريالي سوه، دوى هم د پښتنوالي د روح په بركت ټوله هند فتح كئ، د غوري سلطان شهاب الدين مېړاني د قطب الدين ايبك برياليتوب او بيا په هند كي د پښتنو پاچهانو كارنامې تاريخ نسي هېرولاى، د سوريانو پښتنو شاهي، خو په هند كي د عدالت او عظمت او مدنيت دوره وه، د شېرشاه سوري عمرانات او د ثقافت او تمدن خدمتونه د تاريخ په زرو ليكي تر اوسه هم د هند په مختلفو رياستونو كي د دغو پښتنو كورنۍ حكمراني لري. د كورګانيانو په پاچهۍ كي چي لومړى پښتانه د بابر په ملاتړ ودرېدل او هند يې ورسره فتح كئ، وروسته د ډهلي ګورګانيانو وغوښته چي د دوى خپل فطري حق يعني اّزادي ځني سلب كئ، مګر پښتنو خو مريي توب نه مانه، نو په دې دوره كي پښتانه ټوله پر خپله ننګه ولاړ وه، چي تر پايه يې خپله اّزادي له لاسه ورنه كړه. د پښتنو ملي پهلوان او نامتو سردار او اديب خوشحال خان خټك د دې ملي جنګو سردار و او د پښتنو ملي اديبانو د خټكو كورنۍ او د مومندو تورياليو د پښتنوالي د استقلال غوښتنو روح ښه ښكاره كئ او د ګورګانيانو پر خلاف يې په خپل ملت كي داسي تبليغات وكړه، چي په پاى كي د پښتنو له مريي توبه ناكامه سوه. پخپله په افغانستان كي هم پښتانه د برم او جلال خاندان وه، د هوتكو او مرحوم حاجي ميرويس خان مېړانه او د ده د كورنۍ محمود او اشرف فتوحات خو ښكاره دي. بيا د نادر افشار په مقابل كي د پښتنو ټينګار د پښتنوالي يوه ننداره وه، د هرات د ابداليانو جنګونه د دې فاتح سره مشهور دي، يو كال د قندهار ښار محاصره وه، په دې په پافشاري كي د پښتون شاه حسين او سيدال خان ناصر سپه سالار مېړانه زموږ نه هيريږي. د هند له خوا چي نادر افشار بېرته راځي، دې فاتح د خپلو غنايمو د ساتني لپاره د خيبر پښتنو ته د لاري ججه وركړه، نو ځني راتېر سو ، ځكه چي ده ته د پښتنو د توري بريښ ښه ښكاره و. تر نادر افشار وروسته چي اعليحضرت لوى احمدشاه بابا د پښتنو باچا سو، نو دې ښاغلي پښتون د پښتنو د پښتنوالي لياقت او كشوركشايي ښه وچلوله، احمدشاه بابا د خپل ښاغلي پښتون ملت په ملګرۍ او توره اووه اته واره پر هند يرغلونه وكړه، د هند مسلمانان يې د كفارو له تسلطه وژغورل د مرهټو جنګ د هندوستان له لويو جنګو څخه دى، چي پنځوس شپېته زره پښتانه تقريباً لسو لكو تنو سره وجنګېدل، ټوله يې مات كړه، تر دوو لكو تنو پوري يې مړه كړه او مرهټيانو ملا يې ور ماته كړه اې مارسډن انګليسى موْرخ وايي: "احمدشاه په اّسانۍ سره د ډهلي پاچا سو او لكه محمود غزنوي او محمد غوري څو واره يې پښتانه په هندوستان راوبهول . . . " كرانټ ډفه انګليسى موْرخ ليكي: "د پاني پت جګړه د هندوستان د مهابهارت تر جګړې وروسته لو جګړه ده، په درو ورځو كي پښتنو لويه فتحه وګټله" يو پښتون شاعر برهان خان چي په دې فتوحاتو كي د احمدشاه بابا سره و، د دې جنګ سببونه د پښتانه شهنشاه له خولې داسي بيانوي: احمدشاه بادشاه په جارو وويله د غزا په نيت ووزمه له كابله يا به قتل كړم كفار په هندوستان كي يا به پرې كړمه كله پرې باندي خپله په دې ډول احمدشاه بابا د پښتنوالي په ننګه هندوستان ته څو وارې ولاړ، او د خپلو اسلافو محمد او محمود ياد يې تازه كئ، د پښتنو لويه لمن له دې ښه ښكاريږي، چي احمدشاه بابا كه څه هم هند فتح كئ، بخارا يې ونيوله، پر خراسان يې تسلط وموند، مگګر په دغو سرو هيوادو كي يې د هغه ځاى بادشاهان بېرته په شاهۍ كښېنوله او د پښتنوالي لوړ همت او عاليجنابي يې ثابته كړه، تر احمدشاهي دورې وروسته هم د پښتنوالي روح مړ نه و، ډېر ځله يې شاوخوا بريښ كاوه، وزير اكبرخان غازي د كابل او جلال اّباد جهادونه او د سردار محمدايوب خان غازي د ميوند غزا او بيا د غازي محمدنادر شاه شهيد د ټل او جنوبي خوا جهادونه نه هيروي. تر دې ځايه مو د پښتنوالي د ورځ ځيني رڼاوي او برېښناوي په تاريخي ادارو كي ښكاري كړې، دا خو يوه لنډه تاريخي كتنه وه، كه مو مفصل ليكلاى، نو د پښتنو د توري او اخلاقي اقتدار پرته، د دوى مدني او عمراني او ادري خدمتونه هم ډېر دي، چي ليكل يې بېل_بېل كتابونه غواړي، په پښتنو كي علما او د فن او پوهي خاوندان او بريالي شهنشاهان او نامتو دلاوران او پهلوانان تېر سوي دي، لنډه خو يې دا چي د پښتنوالي روح يو ژوندى او نه مړ كېدونكى روح دى، چي نن ورځ پر پښتنو او د دې زمانې پر ځلمو لازمه ده، چي خپل مفاخر او د پلرو او نيكو د پښتنوالي ښېګړي را ژوندۍ كي او د خپل مليت په روڼ تاريخ ووياړي، ما دا څو كرښي د پښتنوالي په علمي پلټنه او سپړنه كي اوس وكښلاى سوې او خپلو پښتنو ته مي وړاندي كړې، ګوندي د تېرو پښتنو اروا خوښ او د اوسنيو ځلمو لپاره د پښتنوالي درس وګرځي.